Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
چرته ئې چې پريښودے وو. معلومه شوه چې د سركار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حكم د عامو حالاتو نه بيل دے، اوګورئ! په لمَانځه كښې خبرے كول، چاته سلام كول، د دې سره لمُونځ ماتيږي خو غور اوكړئ! مونږه چې كله اَلتَّحِيَّات لولو نو عين د لمَانځه په حالت كښې رسولِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته مخاطب كيږو او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې سلام پيش كوو: اَلسَّلَامُ عَلَیْکَ اَیُّہَا النَّبِیُّ (اے نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! په تاسو دې سلام وي).[1] دې سلام كولو سره لمُونځ نه ماتيږي بلكه مكمل كيږي. چې په لمَانځه كښې اَلتَّحِيَّات لوستل واجب دي. اعلٰـى حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه ښكلي فرمائيلي دي:
ثابِت ہوا کہ جملہ فرائِض فروع ہیں اَصْلُ الْاُصُول بندگی اُس تَاجوَر کی ہے[2]
وضاحت: يعني معلومه شوه چې د دِين څومره فرائض دي، لمُونځ، روژه، زكوٰة، حج، دا ټول فرائض په اصل كښې ښاخونه دي، د چا؟ د خوږ آقا محمد مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غلامئ، د رسول كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بندګئ، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامي د هر اُصول اصل دے.