Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

هديرې ته حاضري کوئ!

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوکړئ! زمونږه اَسلافو، بزرګانِ دين، د الله پاک نيکانو بنده ګانو به څنګه څنګه عِبرت حاصلولو، دا حضرات به هديرې ته تلل، خپل مرګ به ئې يادولو او د هغې نه به ئې سبق حاصلولو۔ کاش! چې مونږه هم عِبرت حاصلولو والا جوړ شو، هديرې ته حاضري کوؤ، په قبر کښې د پيښيدونکو معاملو په باره کښې غور او فِکر کوؤ او خپل مرګ يادوؤ۔ شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه زمونږه د پوهه کولو سره فرمائي: مونږه د هديرې حاضري عموماً په رسمي طور کوؤ۔ هديرې ته تلل ښه خبره ده خو د دې نه دې عبرت هم حاصل کړے شي او خپل مرګ دې ياد کړے شي ځکه چې د هديرې د حاضرئ اصلي مقصد هم دا دے۔ په حديثِ پاک کښې داسې قِسمه مضمون موجود دے مخکښې به تاسو ما د قبرونو د زيارت کولو نه منع کولئ، اوس اجازت درکووم چې لاړ شئ او د قبرونو زيارت اوکړئ چې د قبرونو ليدل زړونه نرموي او په سترګو کښې اوښکې راولي۔ ([1])

هديرې ته د تللو سره خپل مرګ يادول پکار دي، خو افسوس! اوس خو په هديرو کښې جنګ جګړې هم کيږي۔ خلق په هديرو کښې خوراک څښاک کوي او ټوقې ټقالې کوي۔ بعضې خلق خو په هديره کښې جواري کوي، شراب او هيروئن [پوډر] څښي، د مافيا اَډې جوړوي او وسله پټوي۔ داسې بالکل نه دي پکار، بلکه داسې عبرت حاصلول پکار دي چې * لکه څنګه چې نن دوئي په قبرونو کښې پراته دي، سبا به


 

 



[1]... مسندِ امام احمد،جلد:5 ،صفحہ:689 ،حدیث:13835ملتقطًا۔