Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

مدينه (کراچئ) نه علاوه هم عاشقانِ رسول په مختلفو ځيونو کښې راجمع کيږي او په دې شپه په مدني مذاکره کښې شرکت کوي او د الله پاک د رحمتونو حاصلولو کوشش کوي، ځکه په مدني مذاکره کښې د شرکت کولو د اوس نه نيت اوکړئ! عِلمِ دين زده کړئ! که چرې الله پاک اوغوښتل نو د نوي کال په نوؤ سعتونو کښې به برکت پيدا شي۔ اے کاش! چې زمونږ د غفلت نه بيداري نصيب شي، الله پاک دې مونږ ټولو ته د نيک جوړيدو، د نيکو کولو او د وخت د قدر د پوهې توفيق راکړي۔

اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ  الۡاَمِيۡن صَلَّى  اللّٰهُ عَلَيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسة المدينه بالِغان

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مرګ ياد په خپل زړه کښې د کښينولو، د قبر او آخرت د تيارئ کولو او د نيک لمونځ ګزاره جوړيدو سعادت حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ! په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! په خپل ژوند کښې به ښه پوره بدلون محسوس کړئ، که چرې الله پاک اوغوښتل نو د دنيا نه به د بے رغبتئ دولت هم نصيب شي او اَخلاق او کردار به مو هم ښه شي۔ په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسة المدينه بالِغان هم دے۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اِسلامي د لاندې په ملک او بهر ملکونو کښې په زرګونو مدرسة المدينه بالِغان لګي، په کومو کښې چې د زيات عمر اسلامي ورونړو ته د صحيح تجويد او مخارج سره قرآنِ کريم ښودلے شي او مختلف سُنَّت او آداب ښودلے شي۔ تاسو که چرې هم په