Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

مونږه هم بدل شو، کاش! مونږ عبرت حاصِل کړو، کال بدليږي، مونږ هم خپل عادتونه بدل کړو، که د ګناهونو عادت دے نو توبه کړو * که د لمونځونو نه کولو عادت دے نو پينځه واړه لمونځونه په پابندئ سره د جَمعې سره ادا کوونکي جوړ شو * د تهجدو عادت خپل کړو * د اشراق، ساخت او اَوَّابين د نفلونو ادا کولو عادت جوړ کړو * ډير درودِ پاک لولو * په مدني قافلو کښې سفر کول معمول جوړ کړو * د خپلو عملونو د جائزې اخستو او د نيک اَعمَال رسالې ډکولو عادت جوړ کړو * د نيکئ دعوت ورکوونکي جوړ شو * د سُنَّتو نه ډکې جامې خپلې کړو * د ويښتو ګډ وَډ کټ کول خريل پريږدو او د سُنَّت مطابق زلفې اوساتو * که ګيره نشته نو ګيره مبارکه پريږدو او تر اوسه پورې چې مو کومه کټ کړې ده د هغې توبه هم اوکړو * که چرې عمامه [يعني پټکے] نه په سر کوؤ نو د پټکي تاج په سر کړو * که د غصې کولو عادت دے نو حِلم خپل کړو * د حسد، تکبر، ځان خوښئ وغيره باطني مرضونو نه زړه پاک کړو * ښه عادتونه خپل کړو، ښه انداز خپل کړو او جنَّت ته په بوتلونکو کارونو کښې مصروف شو۔ کاش! چې د کال بدليدو سره مونږ هم بدل شو۔

په نيو ائير نائټ (New Year Night) کښې د کولو کارونه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! نوے عيسوي کال شروع کيږي * په دې موقع باندې د خپلو عملونو جاج اخستل پکار دي مثلاً چې مونږه غور اوکړو چې تير کال چې کله نوے کال شروع شوے وو، د هغه وخت نه تر اوسه پورې مونږ په څومره نيکو کولو کښې کامياب شو؟ آه! په عمل نامه کښې مو څومره ګناهونه زيات کړي دي۔۔۔! * د نوي کال د شروع کيدو په موقع باندې مونږه د خپلو ګناهونو نه توبه کړو * نوے کال