Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

(3): تَبه هم د مرګ قاصِد دے

د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: تَبه د مرګ قاصِد دے او تَبه په زمکه باندې د الله پاک جوړه کړے شوې قيد خانه ده، الله پاک چې کله هم اوغواړي خپل بنده قيد کړي او بيا چې کله اوغواړي خوشے ئې کړي۔ ([1])

(4): مختلف مرضونه هم د مرګ قاصِدان دي

حضرت مُجاهِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کله چې انسان د يوې بيمارئ ښکار شي نو د حضرت مَلکُ الموت عَلَیْهِ السَّلَام  قاصِد د ده سره وي تر دې پورې چې کله هغه د مرګ د مرض ښکار شي نو حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام پخپله د هغه خوا له تشريف راوړي او ورته فرمائي: تاته پرله پسې قاصِدان او ويروونکي راغلل خو تا د هغوئي هيڅ پروا اونکړه، اوس تاته داسې قاصِد راغلے دے کوم چې به د دنيا نه ستا نوم او نشان ورک کړي۔ ([2])

د مرګ آخِري قاصِد

روايت دے چې يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام د حضرت مَلکُ الموت عَلَیْهِ السَّلَام نه پوښتنه اوکړه: ستا څوک قاصِد نشته کوم چې ته د خپلو راتللو نه مخکښې راوليږې د پاره د دې چې خلق د مرګ نه ويريږي؟ حضرت مَلکُ الموت عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: په الله پاک مې دې قسم وي! زما سره ډير قاصِدان دي، مثلاً بيمارئ، د ويښتو سپينيدل، زوړ عمر، په کتلو، اوريدلو کښې فرق راتلل، کله چې څوک په دې کښې په يو څيز کښې مبتلا شي او نه نصيحت اوري او نه توبه کوي نو زه د هغه د روح قبض کولو په وخت هغه ته وايم: آيا


 

 



[1]...موسوعہ ابنِ ابی الدنیا،  المرض و الکفارات،جلد:4 ،صفحہ:249 ۔

[2]... حلیۃ  الاولیا ،جلد:3 ،صفحہ:333،رقم:4162۔