Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

تلل دي۔ په 4 سيپاره، سورۀ آلِ عمران، آيت: 185 کښې الله پاک فرمائي:

کُلُّ نَفۡسٍ ذَآئِقَۃُ الۡمَوۡتِ ؕ       وَ اِنَّمَا تُوَفَّوۡنَ اُجُوۡرَکُمۡ یَوۡمَ الۡقِیٰمَۃِ ؕ       فَمَنۡ زُحۡزِحَ عَنِ النَّارِ وَ اُدۡخِلَ الۡجَنَّۃَ فَقَدۡ فَازَ ؕ       وَ مَا الۡحَیٰوۃُ الدُّنۡیَاۤ اِلَّا مَتَاعُ  الۡغُرُوۡرِ (۱۸۵)  (پارہ:4، سورۂ آلِ عمران:185)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: هر نفس د مرګ خوند څکونکے دے او د قيامت په ورځ به تاسو ته ستاسو اجر پوره پوره درکولے شي نو څوک چې د اور نه بچ کړے شو او جنَّت ته بوتلے شو نو هغه کامياب شو او د دنيا ژوند خو صِرف د دهوکې سامان دے۔

د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خليفه، مفتي محمد نعيم الدِّين مراد آبادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي: د دنيا حقيقت دې مبارکې جُملې واضِحه کړو، انسان په ژوند مئين وي، دا سرمايه ګنړي او دا فرصَت بے کاره ضائع کوي، په آخِري وخت کښې ده ته معلومه شي چې په دې (ژوند) کښې بقا نه وه، د دې سره زړه لګول د آخرت د ژوند د پاره سخت نقصان ثابت شو۔ ([1])

دنیا فانی ہے اَہْلِ دُنیا فانی                                    شہر و بازار و کوہ و صحرا فانی

دِل شاد کریں کس کے نظّارہ سے حسن                آنکھیں فانی ہیں، یہ تماشا فانی

لاړ شه! مونږ په تا پسې وروستو در روان يو

صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به چې کله د چا جنازه ليدله نو فرمائيل به ئې:


 

 



[1]... تفسیر خزائن العرفان،پارہ:4،سورۂ آلِ عمران،زیرِ آیت:185 ،صفحہ:148 بتغیر قلیل۔