Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

زياتيدونکې آبادي، زمونږه خپل خپلوان يو يو مړه کيدل، دا ټول د مرګ قاصِدان دي، په دې کښې زمونږ د پاره عِبرت دے خو آه! مونږه عبرت نه حاصلوؤ۔ يو ځل حضرت امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يوه جنازه کښې شرکت اوکړو، د مَړي د ښخولو نه پس هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو کَس ته اوفرمائيل: ستاسو څه خيال دے: دا کَس (کوم چې اوس مونږه ښخ کړے دے) آيا دا به دُنيا ته د واپس راتللو، د زياتو نه زياتو نيکو عملونو کولو او د خپلو ګناهونو نه د توبه  کولو خواهش نه لري؟ هغه کَس اووئيل: آؤ! ضرور دا به د دې خواهش خو لري۔ امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: بيا زمونږه څه حال دے؟ مونږه د مَړي په شان ولې نه کيږو (يعني زمونږ سره لا اوس هم مهلت شته، مونږ په دُنيا کښې موجود يو بيا مونږه نيکئ ولې نه کوؤ، د ګناهونو نه ولې نه توبه کوؤ) دا ئې چې اوفرمائيل نو امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روان شولو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به بيا بيا وئيل: که چرې زړه ژوندے وي نو د دې جنازو نه به بَل غټ نصيحت څه وي۔۔۔! ([1])

وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی                          جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اَجَل بھی

بس اب اپنے اِس جہل سے تُو نکل بھی                        یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                                   یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

دُنيا د دهوکې کور دے

اے عاشقانِ رَسُول! دا رښتيا دي، مرګ راتلونکے دے، مونږ ټولو ته د دې دنيا نه خامخا


 

 



[1]...آداب الحسن البصری، صفحہ:29 ۔