Book Name:Maut Ka Akhri Qasid
زه هم پروت يم * دا د خاورو چې کوم څَلي په نظر راځي، په دې کښې به يو بَل څَلے زيات شي * وران ويجاړ شوؤ قبرونو ته نظر اوکړئ او سوچ اوکړئ چې د څومره څومره ښکلو دلته خاوره پليتيږي * زما عملونه خو داسې دي، که چرې رَبّ خفه شو نو پته نه لګي چې په قبر کښې به څه کيږي! * بيا خپل مړے په خيال کښې راولئ، د مړي چاؤدل، د سترګو بهيدل، د غاښونو وَتَل او د ويښتو غورځيدل ياد کړئ، داسې د خپلې بے وسئ خيال اوکړئ او عِبرت حاصِل کړئ۔ الله پاک دې مونږ له د عبرت حاصلولو او د عِبرت د قبلولو والا زړه او ذهِن راکړي۔ ([1])
اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
قبر میں میت اُترنی ہے ضرور جیسی کرنی ویسی بھرنی ہے ضرور
د وراثت مال د عيش سامان نه دے، دا يو عبرت دے
حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپله آخرئ خطبه کښې اوفرمائيل: اے خلقو! ستاسو سره چې کوم مال دے هغه مَړو پريښودے دے، آخِر به تاسو هم دا دلته پريږدئ، آيا تاسو په دې نه پوهيږئ چې تاسو هره ورځ سحر او ماښام د دې دنيا نه د رخصت شوؤ په جنازو پسې وروستو وروستو روان ئيئ، تاسو هغه د قبر هاغه کندې ته کوزوئ چرته چې نه د [ملاستې د پاره] بستره شته او نه بالښت، دا مړ شوے [کَس] خپل ټول سامان هم دلته پريږي، د دوستانو او خپلوانو نه جدا کيږي او خاوره خپل د اوسيدو ځائے جوړوي، حساب کتاب ته مخامخ کيږي، د هاغه څه محتاجه وي کوم چې ده مخکښې ليږلي وي او څه چې ئې وروستو پريښودي وي د هغې نه بے نيازه وي۔ بيا حضرت عمر