Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

مونږه عبرت ولې نه حاصلوؤ؟

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه د اَسلافو، د بزرګانِ دِين، د الله پاک د دې نيکو بنده ګانو سوچ څومره پاک وو، دوئي به عبرت او نصيحت حاصلولو، اوګورئ! حضرت اِيَاس بن قَتَاده رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ګيره مبارکه کښې يو سپين ويښته اوليدو، بس دا يو سپين ويښته هم د هغوئي د نصيحت د پاره کافِي شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې نه عبرت واخستو، نصيحت ئې حاصِل کړو او په عبادت کښې مصروف شو۔

آه! په مونږ باندې غفلت راخور وي، مونږه نصيحت نه حاصلوؤ، مونږه د عبرت د نظر نه محرومه يو۔ د کائنات ذَرَّه ذَرَّه مونږ له د فنا پيغام راکوي، دا اوچتيدونکې جنازې، د هديرې زياتيدونکې آبادي، تيريدونکې ځواني، دا تيريدونکې ورځې، پريوتونکې سپوږمئ، په دې ټولو کښې عبرت دے، دا ټول څيزونه مونږ ته وائي چې اے غافِله انسانه! مرګ راتلونکے دے۔

دل ہائے گناہوں سے بیزار نہیں ہوتا                 مغلوب شہا! نفسِ بدکار نہیں ہوتا

گو لاکھ کروں کوشش اِصلاح نہیں ہوتی                                     پاکیزہ گناہوں سے کِردار نہیں ہوتا

یہ سانس کی مالا اب بس ٹوٹنے والی ہے              دل آہ! مگر اب بھی بیدار نہیں ہوتا ([1])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د عِبرت حاصلولو ترغيب

اے عاشقانِ رَسُول! قرآنِ کريم مونږ له ځائے په ځائے د عِبرت حاصلولو ترغيب راکړے


 

 



[1]...وسائل بخشش، صفحہ:163۔