Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

شروع کيږي، د نوي کال شروع دې په نيکو سره اوکړے شي * د ذِکرُ الله سره دې اوکړے شي * د نعت خوانئ سره دې اوکړے شي * د سجدو سره دې اوکړے شي * نوے کال ميلاؤيدل، د ژوند دومره لحظې نصيب کيدل دا خو هم د الله پاک نعمت دے، د دې شکر دې ادا کړے شي * د نوي کال دې نوي هدفونه اوټاکلے شي، ښه ښه نيتونه دې اوکړے شي مثلاً * په دې نوي راتلونکي کال کښې به دومره تلاوت کووم * دومره درودِ پاک به لولم * دومره ډير لمونځونه به کووم * که چرې قضا لمونځونه وي نو د هغې دې زر تر زره د ادا کولو نيت اوکړے شي * رمضان المبارک تشريف راوړونکې ده، د اعتکاف نيت دې اوکړے شي * هره مياشت دې په مدني قافِله کښې د سفر کولو نيت اوکړے شي * د نيک اَعمال رسالې دې هره ورځ په پابندئ سره د ډَکَوَلو نيت اوکړے شي * په هفته واره د سُنَّتو نه په ډَکه اجتماع او هفته واره مدني مذاکره کښې دې په پابندئ سره د شرکت کولو نيت اوکړے شي۔

     نيو ائير نائټ او مدني مذاکره

نيو ائير نائټ (New Year Night) په نيکو کښې د تيرولو يوه بهترينه طريقه دا هم ده چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په دې شپه عموماً په مدني چينل نيغ په نيغه (Live) مدني مذاکره کوي، روان کال په 31 دسمبر (نيو ائير نائټ) هسې هم د خالي ورځ ده او د هر خالي په ورځ هفته واره مدني مذاکره خو ټول کال کيږي، په دې کښې دا نيت هم کيدے شي چې د نيو ائير نائټ د دې مدني مذاکرې په برکت سره به زه ټول کال د هفته وارې مدني مذاکرې په پابندئ سره د کتلو کوشش کووم۔ د عالمي مدني مرکز فيضانِ