Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو سره به بيان اورم * څه چې اورم، د هغې به د يادولو، په هغې باندې به پخپله د عمل کولو او نورو ته د رسولو کوشش کووم۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د مرګ نه خلاصے نشته

حضرت اِيَاس بن قَتَاده رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل قوم سردار وو۔ يوه ورځ هغوئي په خپله ګيره کښې يو سپين ويښته اوليدو نو دُعا ئې اوکړه: يَا الله پاکه! زه د ناڅاپي پيښو نه ستا سره پناه غواړم، ماته معلومه ده چې د مرګ نه خلاصے نشته، بيا هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل قوم خوا له تشريف يوړلو او اوئې فرمائيل: اے بنو سعد! ما خپله ځواني تاسو ته وقف کړې وه، اوس تاسو زما بوډا والے اوبخښئ، بيا ئې خپل کور ته تشريف يوړلو او په عبادت کښې مصروف شو، تر دې پورې چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شول۔ ([1])

بنادے مجھے نیک نیکوں کا صَدقہ                        گناہوں سے ہردم بچا یاالٰہی!

عبادت میں گزرے مری زندگانی                       کرم  ہو  کرم  یاخدا  یاالٰہی!([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... بحر الدموع ،صفحہ:112۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:105۔