Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

نيو ائير نائټ (New Year Night) او د بدتميزئ طوفان     

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! نن 29 دسمبر دے، نوے عيسوي کال يعني 2023 شروع کيدونکے دے، نوے کال شروع کيدل هم يو عبرت دے، نوے کال شروع شو د دې مطلب څه دے؟ دا مطلب دے چې زمونږ د ژوند نه يو کال کم شو، مونږ مرګ ته نور هم نزدې شو۔

افسوس! دلته خلق دا عبرت د غفلت ذريعه جوړوي، پکار خو دا وه چې نوے کال شروع شي نو مونږه د مرګ فِکر اوکړو، د تير شوي کال جائزه واخلو، په نيکو کولو کښې چې کوم کمے پاتې شوے دے، د هغې د پوره کولو د کوشش سوچ اوکړو، کوم ګناهونه چې مو کړي دي، د هغې نه توبه کړو خو زمونږه حال عجيبه دے، نوے کال د ګناهونو او غلطو کارونو نه شروع کولے شي۔ د 31 دسمبر په شپه چې کله 12 بجې شي نو ”د نيو ائير نائټ (New Year Night) “ په نوم چې د بد تميزئ کوم طوفان راوستلے شي، الامان والحفيظ! خاص طور  ځلمي خو څه ډير د حده تير شي * د سندرو ګډاګانو محفلونه جوړيږي * شرابونه څښلے کيږي * جواري کيږي * د شپې چې کله 12 بجې شي نو کروړونه روپئ د آتش بازئ په نوم اوسوزولے شي ايره کړے شي * هوائي ډزې کيږي * ځلمي په سړکونو باندې درز غوبل جوړ کړي * ډير ځلمي خو ون ويلنګ کوي او مړه پکښې هم شي * دغه شان د نيو ائير نائټ (New Year Night) په نوم باندې په کيدونکو دستورو کښې ډير خلق د زهريله شرابو څښلو يا د