Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

په خپله ګيره کښې يو سپين ويښته اوليدو، هغه اووئيل: اوس دا تابوت اوچت کړئ ځکه چې اوس ماته د دې حاجت نشته ځکه چې زما په ګيره کښې سپين ويښته راغلے دے کوم چې د مرګ قاصِد دے ځکه به زه اوس خپل سپين ويښته ته ګورم او مرګ به يادووم۔ ([1])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د سپين ويښته نه عبرت حاصلولو والا بزرګ

حضرت عبد الله بن ابو نُوح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما په مسجدِ نبوي شريف کښې يو بوډا بابا اوليدو، هغه به د جُمات صفائي کوله او شپه او ورځ به په جُمات کښې اوسيدلو، خلقو اووئيل چې دا بوډا بابا د مسلمانانو د دريم خليفه حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په اولاد کښې دے، اولاد ئې شته، الله پاک ورله مال حال هم ډير زيات ورکړے دے، د ده سره د الله پاک ورکړے شوے هر څيز دے خو ده هر څه پريښودي دي او د جُمات شوے دے۔

حضرت عبد الله بن ابو نُوح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د خلقو خبرې چې مې واوريدلې نو زما تَجَسُّس پيدا شو، ما د هغه بوډا بابا حالاتو ته کتل شروع کړل، هم دغسې ما اوليدل: چې کله د شپې وړومبئ حصه شوه نو هغه د جُمات نه اووتلو، جنّت البقيع ته ئې تشريف يوړلو او قبلې ته ئې مخ کړو او لمونځ ئې شروع کړو، ټوله شپه ئې لمونځ اوکړو، د سحر وخت چې شروع شو نو هغه د دُعا د پاره لاسونه پورته کړل، په دُعا کښې ئې د الله پاک په بارګاه کښې عرض اوکړو:


 

 



[1]... ملفوظاتِ امیرِ اہلسنت ،قسط:34،اداسی کا علاج،صفحہ:17۔