Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

مدرسة المدينه بالِغان کښې د [سبق] ښودلو اهليت لرئ نو نورو ته د [سبق] ښودلو، ګنې د لوستلو نيت اوکړئ۔

د فيشن کوونکي په ژوند کښې سپرلے راغلے

د آفندي ټاؤن (حيدر آباد، انټيرئير سندھ، پاکستان) د اوسيدونکي يو اسلامي ورور بيان دے: زه يو فيشن کوونکے ځلمے ووم، د دنيا په موج مستئ کښې ورَک، د خپل آخِرت د انجام نه غافِله مې د ژوند ورځې تيرولې، زما د ګناهونو نه په ډک ژوند کښې سپرلے څه داسې راغلے چې ماته په مدرسة المدينه بالِغان کښې د داخلې سعادت ميلاؤ شو، بس بيا زما د خوش قسمتئ سفر شروع شو، د مدرسة المدينه بالِغان برکتونو زما تياره زړه د الله پاک په ويره او په عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روښانه کړو، په دې کښې ماته د قرآنِ پاک د تعليم سره سره په سُنَّتو باندې د عمل کولو جذبه هم ميلاؤ شوه او په هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو سعادت هم نصيب شو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په مدرسة المدينه بالِغان کښې د لوستلو په برکت سره زما په ژوند کښې سپرلے راغلے، د فيشن کولو نه خلاصے هم نصيب شو۔

ترا شکر مولیٰ دیا مدنی ماحول                                    نہ چُھوٹے کبھی بھی خدا مدنی ماحول

دعا ہے یہ تجھ سے دل ایسا لگا دے                     نہ چُھوٹے کبھی بھی خدا مَدنی ماحول([1])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... وسائلِ بخشش،صفحہ: 647-648۔