Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

دے۔ په 18 سيپاره، سورۀ نُور، آيت: 44 کښې الله پاک فرمائي:

یُقَلِّبُ اللّٰہُ الَّیۡلَ وَ النَّہَارَ ؕ       اِنَّ فِیۡ ذٰلِکَ لَعِبۡرَۃً   لِّاُولِی  الۡاَبۡصَارِ  (۴۴)  (پارہ:18، سورۂ نور:44)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: الله شپه او ورځ بدلوي، بے شکه په دې کښې د سترګو والوؤ د پاره د پوهيدو مقام دے۔

په 30 سيپاره، سورۀ نازِعات کښې د فِرعَون او د هغه د لښکر د غرقيدو د واقعې ذِکر کولو نه پس اوفرمائيلے شو:

اِنَّ  فِیۡ ذٰلِکَ لَعِبۡرَۃً  لِّمَنۡ  یَّخۡشٰی (ؕ۲۶)  (پارہ:30، سورۂ نازعات:26)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: بے شکه په دې کښې د ويريدونکي د پاره ضرور عبرت دے۔

اَللہُ اَکْبَر! دا د الله پاک نه ويريدونکي، اُولِی الْاَبْصَار (يعني غور او فِکر کولو والا، د عبرت نظر لرونکي)، دوئي د الله پاک د نخښو ليدلو سره عِبرت حاصلوي، ورځ راغله، تيره شوه، لمر راوختو، پريوتو، شپه راغله، تيره شوه، ستوري راوختل، پريوتل، دا هر څه، د کائنات ذَرَّه ذَرَّه برسيره کتاب دے، په دې کښې زمونږ د پاره نصيحت دے، عِبرت دے، کاش! مونږه ويريدونکي، عِبرت حاصلوونکي، اُولِی الْاَبْصَار (يعني غور او فِکر کولو والا، د عبرت نظر لرونکي) جوړ شو۔

د عبرت د نظر په باره کښې د اوليائے کرامو فرامين

 * حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې دنيا ته د عبرت په نظر ګوري او غور او فِکر کوي، هغوئي په زياتو نيکو کولو کښې کاميابيږي * حضرت مالِک بن