Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

چا چې عمر ډير او عملونه ښه وي۔ بيا پوښتنه اوکړے شوه: اَیُّ النّاسِ شَرٌّ؟ د ټولو نه خراب بنده څوک دے؟ اوئې فرمائيل: مَنْ طَالَ عُمْرُہٗ وَ سَاءَ عَمَلُہٗ د چا چې عمر زيات او عملونه خراب وي۔ ([1])

الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! که مونږه غور اوکړو، څومره خلق دي کوم چې تير کال د دُنيا نه رُخصت شول، يقيناً مونږ ته مهلت ميلاؤ شوے دے، زمونږه ساه ګانې اوس هم روانې دي، يقيناً نوے کال ميلاؤيدل د څه خوشحالئ خبره نه ده، کتل خو دا دي چې زمونږه عملونه څنګ دي؟ ښه هغه دے د چا چې عمر زيات وي او عملونه ئې ښه وي او که چرې نوې ورځ خو ميلاؤ شي، نوې هفته، نوې مياشت، نوے کال ليدل خو نصيب شي خو عملونه خراب پاتې شي، مخکښې په ګناهونو کښې ډوب وو، په نوي کال ميلاؤيدو باندې هم په ګناهونو کښې اخته دے، مخکښې په غفلت کښې ورځې تيريدلې، په نوي کال باندې هم غفلت راخور شي، داسې کَس ښه نه، خراب دے۔

د صِدِّيقينو يو ښکلے صِفت

نقل دي: د يو نيک بنده بخت رابيدار شو، په خوب کښې د هغه د خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، عرض ئې اوکړو: يَا رسولَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ماته نصيحت اوکړئ! خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د چا چې 2 ورځې يو شان وي (يعني پرون څنګ تير شو، نن هم هغه شان تير شي، پرون ئې 5 نيکئ کړې وې، نن ئې هم 5 نيکئ اوکړې، نيکئ زياتې نه شوې، يا پرون په ګناهونو کښې تير شوے وو، نن هم په ګناهونو کښې تير شو، توبه ئې اونکړه، داسې کَس) په دهوکه کښې دے او د چا چې نن د پرون نه زيات خراب وي، هغه ملعون دے۔ ([2])


 

 



[1]...ترمذی،کتاب :الزہد،باب:ما جاء فی طول العمر للمؤمن،صفحہ:557 ،حدیث:2330۔

[2]... لطائف المعارف، صفحہ:400۔