Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

هوائي ډزو په وجه يا د آتش بازئ په وجه هم په اور کښې سوزي او مړه کيږي۔

وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی                       جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اَجَل بھی

بس اب اپنے اس جہل سے تُو نکل بھی                    یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی

جگہ جی لگانے کی دُنیا نہیں ہے                                یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

 د ژوند په کميدو خوشحاليدونکي عجيبه خلق

علّامه اِبنِ رجب حنبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اے په کال تيريدو باندې خوشحاليدونکو! تاسو په اَصل کښې د خپل ژوند په کميدو خوشحاليږئ ([1]) نور فرمائي: اے هغه انسانه! د چا چې پرله پسې کلونه تيريږي خو هغه د غفلت د خوب نه نه رابيداريږي، اے هغه انسانه! د چا چې کال تير شو خو لا تر اوسه پورې د ګناهونو په سمندر کښې ډوب دے، ([2]) د قيامت په ورځ چې به کله ته د الله پاک په حُضُور کښې حاضر کړے شې نو ستا سره به څه بهانه وي؟ د دې غفلت او د ګناهونو نه د ډک ژوند به څه عُذر وړاندې کوې۔۔!!

ښه څوک۔۔۔؟

په ترمذي شريف کښې دي، د الله پاک د آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې پوښتنه اوکړے شوه: اَیُّ النَّاسِ خَیْرٌ؟ يعني بهترين انسان څوک دے؟ اوئې فرمائيل: مَنْ طَالَ عُمْرُہٗ وَ حَسُنَ عَمَلُہٗ د


 

 



[1]... لطائف المعارف، صفحہ:405۔

[2]... لطائف المعارف، صفحہ:407۔