Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې دې دنيا ته د عبرت په نظر نه ګوري، د آخِرت فِکر نه کوي، د هغه نيکئ کمې او زړه په پرده کښې دے * د حضرت حاتِم اَصَمّ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوشوه: انسان عِبرت حاصلولو والا څنګه جوړيږي؟ اوئې فرمائيل: کله چې هغه د دنيا د هر يو څيز په انجام نظر اوساتي او غور اوکړي چې ډير زر به دا څيز فنا شي او د دې څيز مالِک به هم ډير زر په قبر کښې ښخ کړے شي * هم د حضرت حاتِم اَصَمّ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمان دے: د چا د کور نه چې جنازه ووځي او هغه د دې نه عِبرت حاصل نکړي، داسې کَس ته د عِلم، حکمت او نصيحت هيڅ فائده نشته۔ ([1])

د دوزخ ګرمي به څنګه برداشت کړو

 * د الله پاک نبي حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک نه ډير ويريدونکے وو، يو ځل هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام د تنور په خوا تيريدلو، په هغې کښې اور بليدو، دا ئې چې اوليدل نو هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام ته د دوزخ اور راياد شولو، د هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام زړه ويريدلو، په بے قرارئ کښې په زمکه راپريوتلو او دومره اولړزيدو، نزدې وه چې د هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام جوړونه بيل شوے وے * د ګرمئ په ورځو کښې چې به حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام لمر ته راتللو نو فرمائيل به ئې: اے الله پاکه! مونږه ستا د جوړ کړے شوي  لمر ګرمي نشو برداشت کولے نو د دوزخ ګرمي به څنګه برداشت کړو؟ ([2])

       هر کور د عبرت نخښه ده

حضرت سائب عَبدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ حضرت صالِح مُري


 

 



[1]... تنبیہ المغترین، صفحہ: 57 ۔

[2]... تنبیہ المغترین، صفحہ: 57 ۔