Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

آيت شريف کښې د نَذِير (يعني د ويروونکي) نه مُراد  بوډا والے دے۔ ([1]) روايت دے: کله چې يو ويښته سپين شي نو نورو ويښتو ته وائي: تيار شئ! بے شکه مرګ نزدې دے۔ ([2])

زوړ عُمر وژل کوي

رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د ابنِ آدم مثال دا دے چې د ده سره 99 مرګونه ګرځي، که چرې د دې نه بچ شي نو بوډا والي ته اورسي تر دې پورې چې مړ شي۔ ([3])

د قرآنِ کريم مشهور مفسرِ، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديث لاندې فرمائي: يعني د انسان د پاره د مرګ بے شميره وجې دي، هره لحظه مرګ په سر ولاړ دے خو که چرې د الله پاک په حکم باندې د دې ټولو نه بچ شو نو آخِر بوډا والے خو به راځي د کوم نه پس چې مرګ يقيني دے۔ ([4]) 

تجھے پہلے  بچپن  نے برسوں کِھلایا                               جوانی  نے پھر تجھ کو مجنوں بنایا

بڑھاپے نے پھر آکے کیا کیا ستایا                            اَجل  تیرا کر دے گی بالکل صفایا

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                                یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

د نصيحت د پاره سپين ويښته هم کافي دے

وئيلے شي: چې يو بادشاه په خپل کور کښې يو تابوت ايښودے وو د کوم په ليدلو چې به هغه خپل مرګ رايادولو۔ يو ځل چې کله هغه په آئينه کښې خپل مخ ته اوکتل نو هغه


 

 



[1]... تفسیر درِ منثور،پارہ:22 ،سورۂ فاطر،زیرِ آیت :37 ،جلد:7 ،صفحہ:32۔

[2]... تفسیر خازن،پارہ:22،سورۂ فاطر،زیرِ آیت:37،جلد:3 ،صفحہ:458۔

[3]... ترمذی،کتاب:القدر،صفحہ:519 ،حدیث:2150۔

[4]... مرآۃ المناجیح،جلد:2،صفحہ:424۔