Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

علمائے کرام فرمائي: صِدِّقين (يعني د ډيرې اوچتې درجې والا اوليائے کرام) د دې خبرې نه حيا کوي چې د هغوئي ننئ ورځ د پرونئ په شان تيره شي (يعني هغوئي هره ورځ څه نا څه نيکئ زياتوي)۔ ([1])

کاش! چې زمونږه هم نصيحت نصيب شي، مونږه هم عبرت حاصل کړو، د آخِرت فِکر خپل کړو، يو کال خو ختميدو ته نزدې دے، راتلونکي کال کښې مونږه بدل شو، په خپلو اخلاقو، کردار، عادتونو کښې بدلون راولو، نوے کال په ښه انداز کښې، د ګناهونو نه د بچ کيدو سره، په نيکو کښې د تيرولو کوشش اوکړو۔

راځئ چې مونږه هم بدل شو۔۔۔!

حضرت مولانا محمد شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوست وو، هغوئي فرمائي: کله چې د محرم الحرام 1301 هجرئ مياشت په نظر راغله نو مونږ د معمول مطابق د ماښام نه پس د  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې حاضر شو خو  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د معمول خلاف ډير وخت پس تشريف راوړو، د سلام نه پس ئې تشريف کيښودو او زه ئې مخاطب کړم او اوئې فرمائيل: محمد شاه صاحبه! نن د 1301 هجرئ مياشت په نظر راغله؟ ما عرض اوکړو: آؤ جي! په دې باندې  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: نن صدي بدله شوه، راځئ! چې مونږه هم بدل شو۔ ([2])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! کلونه بدليږي، کاش! چې دا ځل صِرف کال بدل نشي،


 

 



[1]... لطائف المعارف، صفحہ:400۔

[2]...فیضان اعلیٰ حضرت ، صفحہ:575خلاصۃً۔