Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

وضاحت: ستا تر اوږدې مودې پورې د ژوند تيرولو خواهش دے خو تا اوکتل چې د دې کور اوسيدونکي اوس په هديره کښې د مَړو ګاؤنډيان دي۔

سحر چې کله هغه ځلمے د خوب نه رابيدار شو نو د هغه د سترګو نه د غفلت پټئ لرې شوې وه، هغه عيش او عشرت پريښودو او په عبادت کښې مصروف شو۔ ([1])

وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی                  جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اَجَل بھی

بس اب اپنے اِس جہل سے تُو نکل بھی               یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                            یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

(2): بوډا والے د مرګ قاصِد دے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا تيريدونکې ورځې، روانې ساه ګانې، د ځوانئ نه پس بوډا والے، د ويښتو د تور والي وروستو سپينيدل، په دې کښې هم عبرت دے، دا هم د مرګ قاصِدان دي۔ په 22 سيپاره، سورۀ فاطِر، آيت: 37 کښې الله پاک ارشاد فرمائي:

اَوَ لَمۡ  نُعَمِّرۡکُمۡ مَّا یَتَذَکَّرُ فِیۡہِ مَنۡ تَذَکَّرَ وَ جَآءَکُمُ  النَّذِیۡرُ ؕ       (پارہ:22، سورۂ فاطر:37)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: او آيا مونږه تاسو ته هغه عمر نه وو درکړے په کوم کښې چې پوهيدونکے پوهه شوے وے او تاسو ته ويروونکي تشريف راوړے وو۔

صحابئ رسول، سُلطَانُ المُفَسِّرين حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: په دې


 

 



[1]... شعب الایمان،جلد:7 ،صفحہ:404 ،حدیث:10769۔