Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

ما تاته مختلف قاصِدان نه وو راليږلي؟ بس اوس زه آخِري قاصِد يم زما نه پس بَل هيڅ قاصِد نشته او زه آخِري ويرولو والا يم زما نه پس بل هيڅ ويرولو والا نشته۔ ([1])

اے عاشقانِ رَسُول! معلومه شوه: چې تَبه او مختلفې بيماريانې هم د مرګ قاصِدان دي۔ په دنيا کښې ډيره ګرانه ده چې څوک داسې انسان وي کوم چې چرته هم بيمار شوے نه وي، تَبه، د سر درد وغيره خو معمولي بيماريانې دي، ډير زيات خلق د مختلفو بيماريانو ښکار کيږي، د چا شُګر دے، د چا زيړے، څوک د ځيګر په رنځونو اخته دے، د چا د ګُردو مسئلې دي، آيا مونږه د دې بيمارو نه عِبرت اخلو؟ کيدے شي چې نه ئې اخلو، مرګ ياد کړئ، دا د ژوند آخري بيماري اوګنړئ او د ګناهونو نه پخه رښتونې توبه کړئ او نيکئ شروع کړئ خو زمونږه حال اُلټا دے، څومره خلق دي کوم چې د معمولي سر درد يا تَبې وغيره په وجه د جَمعې سره د لمونځ کولو د سعادت نه محرومه شي بلکه څومره داسې نادانه به هم وي کوم چې به بيماري بهانه کوي او لمونځونه به قضا کوي۔

آه! بيماري خو د مرګ قاصِد دے، دا راغلې وه د پاره د دې چې مونږه د غفلت د خوب نه رابيدار شو خو مونږه د نور غفلت ښکار کيږو۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د مومن او منافق فرق

د الله پاک رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مومِن چې کله بيمار شي او بيا ښه شي، د هغه بيماري د زَړو ګناهونو کفاره شي او د بيا د پاره نصيحت خو منافِق چې


 

 



[1]... التذکرة للقرطبی ،  باب ماجاء فی رسل ملک الموت قبل الوفاۃ ،  صفحہ:36۔