Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

د بيمارئ په حالت کښې کوونکي کارونه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله دې نه کړي، که چرې څه بيماري راشي نو د دې نه عبرت حاصلول پکار دي۔ حُجَّةُ الاِسلام امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مريض له پکار دي چې مرګ ډير يادوي * د توبه کولو سره د مرګ تياري کوي * هميشه دې د الله پاک حمد او ثنا کوي * ښه په ژړا ژړا دې دُعا کوي * د الله پاک په حُضُور کښې دې د عاجزئ او انکسارئ اظهار کوي * د الله خالق او مالک نه دې مدد غواړي * مناسب علاج دې کوي * ګيله شکوه دې نه کوي * د تپوس کوونکو دې عزت او احترام کوي * او کله چې شِفا نصيب شي نو د الله پاک شُکر دې ادا کوي۔ ([1])

اے رَبّ کے حبیب آؤ! اے میرے طبیب آؤ             اچّھا یہ گناہوں کا بیمار نہیں ہوتا

گو لاکھ کروں کوشش اِصلاح نہیں ہوتی                                 پاکیزہ گناہوں سے کِردار نہیں ہوتا

یہ سانس کی مالا اب بس ٹوٹنے والی ہے                            دل آہ! مگر اب بھی بیدار نہیں ہوتا

(5): د ورځو تلل راتلل هم عبرت دے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ورځو شپو تلل راتلل، د لمر راختل، بيا پريوتل، د ورځو، هفتو، مياشتو او کلونو تيريدل هم د مرګ قاصِد دے، په دې کښې هم عبرت دے، آه! مونږه د ورځې او شپې په سورلو باندې سفر کوؤ او د مرګ طرف ته نزدې کيږو، ډير زر به هغه وخت راشي کله چې به زمونږه سفر پوره شي او مونږ به خپل منزل يعني د قبر


 

 



[1]... رسائل امام غزالی، الادب فی الدین،صفحہ:437۔