Maut Ka Akhri Qasid

Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

اَللّٰهُمَّ اِنَّكَ اَرْسَلْتَ اِليَّ وَ لَمْ تَاْذَنْ لِيْ فَاِنْ كُنْتَ قَدْ رَضِيْتَنِيْ فَائْذَنْ لِيْ وَ اِنْ لَّمْ تَرْضِنِيْ فَوَفَّقْنِيْ لِمَا يُرْضِيْكَ

يعني: اے الله پاکه! تا ماته خپل قاصِد راوليږو خو دا دې اونه وئيل چې ته زما نه رضا هم ئې او که نه۔ اے کريم مالکه! که چرې ته زما نه رضا ئې نو ماته اووايه، که چرې رضا نه ئې نو د خپلې رضا والا د کارونو کولو توفيق راکړه۔

اوس لا دې بوډا بابا دُعا کوله چې په دې کښې يوه چيلئ [بيزه] يا د دې په شان څه څاروے راغلے، هغه بوډا بابا د هغې پيئ اوڅښل، بيا ئې د هغې په شا لاس راښکلو او هغې ته ئې د برکت دُعا اوکړه او واپس مسجدِ نبوي شريف ته راغلے۔

حضرت عبد الله بن ابو نُوح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو څو شپې هغه ته ما کتل، د هغه هره ورځ هم دغه معمول وو، آخِر يوه ورځ زه د هغه بوډا بابا په خِدمت کښې حاضر شوم، ما هغه ته اووئيل چې زه د يو څو شپو راهسې په پټه هغوئي ته ګورم، بيا ترې ما پوښتنه اوکړه: هغه قاصِد څوک دے کوم چې الله پاک تاسو ته راوليږو؟ هغه بوډا بابا اوفرمائيل: يوه ورځ ما په آئينه کښې کتل، ما په خپله ګيره کښې يو سپين ويښته اوليدو، بس ماته پته اولګيده چې دا د الله پاک د طرف نه ماته د مرګ قاصِد دے۔ ([1])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په مونږ کښې به هم د ډيرو ويښته سپين شوي وي خو افسوس! مونږه عِبرت نه حاصلوو، کاش! چې مونږه هم د مرګ دې قاصِدانو ته پام اوکړو، مونږه هم عبرت حاصل کړو او د مرګ نه پس والا ژوند د پاره تياري شروع کړو۔


 

 



[1]... التذکرة للقرطبی ،  باب ماجاء فی رسل ملک الموت قبل الوفاۃ،صفحہ:40۔