Maut Ka Akhri Qasid

Book Name:Maut Ka Akhri Qasid

رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زمونږ خوا له تشريف راوړلو، ما پوښتنه اوکړه: اے ابو بَشر! تاسو د کوم ځائے نه تشريف راوړو؟ اوئې فرمائيل چې د خپل کور نه راوتلم نو په مختلفو ځيونو کښې اوګرځيدم او ستا خوا له راغلم، زه چې کله د فلانکي د کور په خوا راتيريدم نو هغه ماته (د حال په ژبه) غږ اوکړو: اے صالحه! زما نه نصيحت  حاصِل کړه! په ما کښې به فلانکي فلانکي خلق اوسيدل، هغوئي اوس وفات شوي دي۔ بيا چې کله د فلانکي کور خوا ته راورسيدم نو هغه کور هم ماته (د حال په ژبه) غږ اوکړو: اے صالحه! زما نه نصيحت حاصل کړه! په ما کښې به فلانکي فلانکي خلق اوسيدل، اوس هغه ټول په خاورو کښې ښخ دي۔ حضرت ابو سائب عبدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دغه شان به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو يو کور شميرلو، تر دې پورې چې زمونږ کور ته راورسيدلو۔ ([1]) 

جہاں میں ہیں عِبْرت کے ہر سُو نمونے                مگر تجھ  کو  اندھا   کیا رنگ و  بُو نے

کبھی غور سے  بھی یہ دیکھا ہے  تُو نے                    جو آباد تھے وہ محل اب ہیں سُونے

جگہ جی   لگانے   کی  دنیا  نہیں ہے                            یہ عبرت کی جا ہے  تماشا نہیں ہے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوکړئ! دې زمونږه بزرګانِ دين، د الله پاک نيکانو بنده ګانو به په کوم کوم انداز کښې عِبرت حاصلولو۔ آه! يو مونږ يو * شاړ کور * په چولها کښې بَل اور * د لمر ګرمي * د يخنئ، ګرمئ وغيره نه عِبرت حاصلول خو غټه خبره ده * زمونږ د سترګو په وړاندې جنازې اوچتيږي، مونږه عبرت نه حاصلوؤ * پخپله په خپلو لاسونو باندې مَړي قبر ته کوزوو، بيا هم عِبرت نه حاصلوو * فلانکے بن فلانکے ښه ټيک ټاک وو، ناڅاپه ورته د زړه دوره اوشوه او  مړ شو * فلانکے ځلمے په روډ ايکسيډنټ کښې مړ شو، داسې ډير خبرونه مونږ اورو، بيا هم مونږه خپل مرګ نه يادوو، عِبرت نه حاصلوو۔ کاش! چې مونږه د


 

 



[1]... حلیۃ الاولیاء،جلد:6 ،صفحہ:182 ،رقم:8222۔