Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

د اوچتې مرتبې شخصيت دے * هغوئي په 537 هجرئ کښې د سَجِستان په علاقه سَنجر کښې دنيا ته تشريف راوړلو، په دې نسبت سره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته سنجري وئيلے شي۔ ([1]) * د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پاک نوم: حَسَن او مُعِينُ الدِّين دے، غريب نواز، سلطانُ الهند، وارثُ النبي، عطائے رسول وغيره ئې مشهور لَقبونه دي۔ ([2]) * اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! زمونږه خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نَجِيبُ الطَّرفَين دے يعنې د والِد او والدې دواړو اړخونو نه سَيَّد زاده دے، په 12 واسطو سره د هغوئي سلسلۀ نسب د مسلمانانو د څلورم خليفه مولیٰ علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته رَسي۔ ([3])

چراغِ انجمنِ اَوْلیا غریب نواز                               امینِ سَطْوَتِ خیبر کُشَا غریب نواز

گُلِ حدیقۂ حسنین، نورِ چَشْمِ علی                               فدائے سیرتِ خیر الوریٰ غریب نواز

مفهوم: اے خواجه غريب نوازه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! تاسو د اوليائے کرامو د محفل ډيوه ئيئ، تاسو د خيبر فتح کوونکي مولائے کائنات، مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د بهادرئ امين ئيئ، تاسو د امامِ حَسَن او د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما د باغ ګُل او د حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سترګو تور ئيئ او د مصطفٰے جانِ رَحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّتو مئين ئيئ۔

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د عِلمِ دين سره ډير شوق لرلو، د هغوئي عمر 15 کاله وو، چې د هغوئي والِد محترم د دې دنيا نه سفر اوکړو، په وراثت کښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يو باغ او يوه جرنده ميلاؤ شوه، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باغ خرڅ کړو،


 

 



[1]... اِقْتِباسُ الْاَنْوا، صفحہ:345۔

[2]... فیضانِ خواجہ غریب نواز، صفحہ:3 بتغیر قلیل۔

[3]... مرآۃ الاسرار، صفحہ:592 ۔