Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

جرنده ئې هم خرڅه کړه او باقي چې کوم ساز او سامان وو، ټول ئې خرڅ کړو، د هغې قيمت ئې په فقيرانو، مسکينانو باندې صدقه کړو او د عِلمِ دين د لارې مسافر جوړ شو۔ وړومبے هغوئي سَمَرقَند ته لاړل، هلته ئې قرآنِ کريم حِفظ کړو ([1]) او د مولانا شَرفُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه ئې عِلمِ دِين زده کړو، خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به چې څومره عِلم زده کولو، دومره به ئې د عِلم تَنده نوره هم زياتيدله، هم دغسې په سَمَرقَند کښې د عِلم زده کولو نه پس هغوئي بخارا ته تشريف يوړلو او هلته ئې د مشهور عالِمِ دِين شيخ حُسَّامُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شاګردي اختيار کړله، کم او زيات په 5 کاله لنډه موده کښې هغوئي د هغه وخت رائج علمونه زده کړل او فراغت ئې حاصل کړلو، د ظاهري علمونو د زده کولو نه پس هغوئي د باطني علمونو طرف ته توجو اوکړه او د دې د پاره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ايران علاقې هاروَن ته لاړل، هلته ئې د خواجه عُثمان هَروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لاس بيعت اوکړو او تقريباً تر 20 کالو پورې موده ئې د پير صاحب خدمت کښې تيره کړله او د معرفت منزلونو ته اورسيدلو۔ ([2])

خواجۂ خواجگاں مُعِیْنُ الدِّیْن                                 فَخْرِ کون ومکاں مُعِیْنُ الدِّیْن

د 545 هجرئ نه واخله تر د 622 هجرئ پورې د 77 کالو زياتره برخه خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سفر کښې تيره کړله، مدينې مُنَوَّرې، مَکې مُکرمې، خُراسان، سَمَرقَند، بُخَارا، عِراق، هاروَن، بغداد، کِرمان، هَمدان، تَبرَيز، اَستَر آباد، خَرقان، هَرَّات، غَزني، رَے، بَدخشا، دِمَشق، جِيلان، اَصفَهان، مُلتَان، لاهور، دهلي او اجمير وغيره مختلفو ښارونو ته لاړلے، هلته د موجودو بزرګانِ دين، اوليائے کرامو په خدمت کښې حاضر شو، چرته ئې د عِلم او معرفت فيضان تقسيم کړو، د چا نه ئې ظاهري او باطني عِلم زده


 

 



[1]... اِقْتباسُ الْاَنْوَار، صفحہ:347 ملتقطًا۔

[2]... مرآۃ الاسرار، صفحہ:594 خلاصۃً۔