Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

ساتئ! مړه کيدل آسان نه دي، مونږه به په خپلو لاسونو مړي ته کفن وركړے وي، کفن وركول آسان کار دے، خو اغوستل ئې آسان نه دي، مونږ به جنازې له اوګه ورکړي وي خو د جنازې په کَټ کښې سملاستل او په 4 اوګو باندې اوچتيدل آسان نه دي، مونږه به ډير خلق قبر ته کوز کړي وي ياد ساتئ! قبر ته کوزول آسان دي، خو قبر ته کوزيدل آسان نه دي. معامله واقعي ډيره سخته ګرانه ده.

لږ تَصُوُّر خو اوکړئ! لکه څنګه چې د مالوچو په ډيري کښې د غنو [يعني ازغو] څانګه کيښودے شي او په يوے جټكے سره راښکلے شي، داسې چې زمونږ د بدن نه رُوح راښکلے شي، زمونږ د بدن هره حصه به په درد او تکليف کښې وي، تکليف هم څنګه...؟ د زرو (1000) تورو د ګُزار نه هم زيات سخت...!! بيا په دې خراب حالت کښې به زمونږ د حال تپوس كوونكے هم څوک نه وي، زمونږه مور و پلار، اولاد، خويندې وروڼه، خپل خپلوان، زمونږه نازونه وړونکي زمونږ د کټ سر ته ولاړ وي، څوک زمونږه مدد نشي کولے، ټول ګوته په خُله پاتې شي، مونږه چا ته خپل غم هم نشو بيانولے، آه! زمونږ نه ګير چاپيره چغے سورے وي او مونږه د چا سره خبرې هم نشو کولے، زمونږه مال، زمونږه دولت، زمونږه بينک بيلنس، زمونږه ګاډي، زمونږه محلونه، زمونږه بنګلے، زمونږه طاقت او قُوَّت، زمونږه عهدے او منصب، زمونږه ډګريانے هر څه هم داسې پاتې شي، زمونږ د بدن نه اغوستې جامې هم لرې کړے شي، خالي کفن راته راكړے شي، بيا زمونږه مينه وال، نازونه وړونکي، پخپله په خپلو اوګو باندې مونږه اوچت کړي او په تنګ او تيارۀ قبر کښې مو څملوي، په خپلو لاسونو راباندې خاورې واړوي، مونږه د هغوئي د قدمونو آواز اورو خو مونږه هغوئي ته غږ نشو کولے، آه! دا تکليف کوم چې مخکښې کله هم نه وي رارسيدلے، داسې تنهائې د کومې سره چې