Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

د هغوئي په سرونو باندې مرغئ ناستې دي. بيا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زمکې په لور نظر اوفرمائيلو او په ډَکي [چخچي] ئې د زمکې په کنستلو شروع اوکړه بيا ئې د آسمان په لور بره نظر اوکړو او 3 ځله ئې داسې دُعا اوفرمائيله: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ يعنې زه د قبر د عذاب نه د الله پاک پناه غواړم. بيا ئې اوفرمائيل: کله چې مؤمِن دُنيا وروسته پريږدي او د آخِرت په لور ورمخکښې شي نو حضرت ملكُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام د هغه د سر خوا  ته راشي او کښيني، د هغه سره نورې فرښتې هم وي د کومو سره چې جنتي ډالئ، خوشبو او جامې وي، هغه ټولې د نظر تر حده پورې صف په صف کښيني، وړومبے حضرت ملكُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام  هغه ته زيرے ورکړي بيا نورې فرښتې هغه ته زيرے ورکړي نو د هغه رُوح د حضرت ملكُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام د طرف نه په ورکړے شوي زيري خوشحاله شي او د مشک نه د څاڅکي څڅيدو په مثال د بهيدو سره را اوځي، بيا ملكُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام د هغه روح واخلي او د سترګو په رَپ کښې ئې نورو فرښتو ته حواله کړي هغوئي فوراً هغه په جنتي ډالو کښې را اونغاړي او هغه وخت د زمکې او آسمان ترمينځه يوه خوشبو خوره شي، فرښتې وائي: دا خوشبو څومره ښکلې ده. نورې فرښتې وائي: دا خوشبو نن د قبض کړے شوي فلانکي مؤمِن د روح ده، کله چې هغه تر آسمانه پورې راوړے شي نو د آسمان دروازې د هغه د پاره بيرته شي، هره دروازه دا غواړي چې هغه روح زما نه تير کړے شي، نو دغسې هغه د هغه د عمل د دروازې نه تير کړے شي نو هغه په ژړا شي او د کوم کوم آسمان والـؤ په خوا چې هغه تيريږي ټول هم داسې وائي چې مرحبا هغه ځان [يعني روح] ته کوم چې د خپل رَبِّ کريم حکم اومنلو تر دې چې هغه تر د سِدرَةُ المُنتھٰـى پورې اورسولے شي، حضرت ملكُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام او د هغه مددګارې فرښتې عرض کوي: الٰھی! مونږ د فلانکي بن فلانکي مؤمِن روح قبض کړے دے.