Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

حالانکه رَبِّ کريم د هغوئي نه زيات پوهيږي. الله پاک ارشاد فرمائي: دا د زمکې په لور واپس کړئ، ما دا بندګان د دې نه پيدا کړل، دې ته به ئې واپس کووم او دوئي به د دې نه بيا راپورته کووم. دفن کوونکي چې کله واپس ځي نو مړے د هغوئي د پيزار آواز او د لاسونو د څَنډلو آواز هم اوري، بيا د ده خوا له 3 فرښتې راځي، 2 د رحمت او يوه د عذاب، د بنده نيک عمل هغه په خپل حفاظت کښې اخلي، لمُونځ د ښپو سره، روژه د سر سره، زکوٰة ښي طرف، صدقه ګَس طرف او نيکي او ښه اخلاق د سينې خوا له راشي، اوس چې د عذاب فرښته د کوم طرف نه هم راځي نيک عمل هغه منع کوي، هغې فرښتې په لاس کښې دومره دروند ګرُز نيولے وي او ولاړه وي چې که چرې په منٰـی کښې راجمع شوي ټول [خلق] په شريکه هم دا اوچتول غواړي نو اوچت به ئې نکړے شي، بيا هغه وائي: اے نيک بنده! که چرې لمُونځ، روژې، زکوٰة او صدقے ستا حفاظت نه کولے نو ما به تۀ په دې ګرُز داسې وهلے وے د کوم نه چې په قبر کښې اور غرغنډه کيږي، هغه د رحمت فرښتو ته وائي: دا ستاسو د پاره او تۀ د دوئي د پاره ئې، هم دغسې هغه رُخصت شي او د رحمت يوه فرښته بَلې ته وائي: د الله پاک د ولي سره نرمي کوه ځکه چې دا د لوئے مصيبت نه راغلے دے. فرښته پوښتنه کوي: ستا رَبّ څوک دے. بنده وائي: الله پاک. هغه پوښتنه کوي: ستا دِين څه دے؟ مړے جواب ورکوي: زما دِين اسلام دے. فرښته بيا پوښتنه کوي: ستا نبـي څوک دے؟ بنده وائي: حضرت مُحَمَّد  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم . فرښته پوښتنه کوي: تا ته څه پته ده؟ بنده وائي: ما د الله کتاب اولوستو په ده مې ايمان راوړو او د ده مې تصديق اوکړو. د دې سوال فرښتې په سختئ سره تپوس كوي او دا مؤمِن ته راوړاندې کيدونکے د ټولو نه سخت ازميښت دے، بس د آسمان نه آواز راځي: زما بنده رښتيا اووئيل، د ده د پاره جنتي بستره خوره کړئ، جنتي جامے