Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

کښې د لعلونو په شان د ستوري نه راهنمائي حاصلولے شي، کله چې تلاوت کوونکے وفات شي نو هغه نُور والا خيمه اوچته کړے شي، فرښتې د آسمان نه ګوري نو هغوئي ته هغه نُور نه ښکاري بيا فرښتې هغه د يو آسمان نه بَل آسمان ته وړي او د هغه په رُوح باندې دُرُود ليږي بيا تر قيامته پورې د هغه د پاره اِستِغفار کوي او کوم مؤمن چې هم کتابُ الله زده کړي او بيا د شپې څه وخت هم لمُونځ کوي نو هغه شپه بَلې شپې ته وصيت کوي چې دا مومن په ټاکلے شوي وخت باندې بيدار کړه او د ده د پاره آسانه شه، کله چې هغه وفات شي نو د هغه کور والا د هغه د کفن په تيارئ کښې مشغول شي ولې قرآنِ کريم ډير په ښکلي شکل کښې د هغه د سَر په خوا کښې حِصار شي بيا د کفن نه ښکته او د سينې نه بره راشي او کله چې هغه په قبر کښې کيښودلے شي او په هغه باندې خاوره سَمه کړے شي او دوستان او خپلوان ئې بيرته لاړ شي نو نکيرين راشي او هغه په قبر کښې کښينوي په دې کښې قرآنِ کريم د مؤمن او فرښتو ترمينځه پرده [يعنې خنډ يا ديوال جوړ] شي، فرښتې وائي: يو طرف ته شه د پاره د دې چې مونږه د ده نه پوښتنه اوکړو. هغه وائي: د کعبې په رَبّ مې دې قسم وي! داسې به هيڅ کله هم اونشي ځکه چې دا زما ملګرے او زما دوست دے زه به دا په يو حالت کښې هم يواځې نه پريږدم البته که چرې تاسو ته د څه خبرې حکم وي نو تاسو په هغې باندې عمل اوکړئ او ما په خپل ځائے پريږدئ ځکه چې زه به جنّت ته د رسولو نه مخکښې د ده نه جُدا نه شم. بيا قرآنِ کريم خپل دوست ته ګوري او وائي: زه هغه قرآن يم کوم چې به تا کله په تيز آواز او کله په ورو لوستلو او زما سره به دې مينه کوله، بس زما ستا سره مينه ده او زه چې د چا سره مينه کووم الله پاک هم هغه خپل محبوب جوړوي، د نکيرين د سوالونو نه پس په تا باندې نه څه ويره ده او نه څه غم. نکيرين د پوښتنو کولو نه پس