Book Name:Qabar Kaise Roshan Ho

تشريف يوسي، اوس مؤمن وي او قرآنِ کريم، کلامِ مجيد فرمائي: زه به ستا د پاره نرمه او آرام کوونکې بستره خورووم او ډير ښکلے څادر به درته عطا کووم ځکه چې تۀ به ټوله شپه زما د پاره ويخ وے او ټوله ورځ به دې زما د پاره تکليف کولو. بيا قرآنِ کريم د سترګو د رَپ نه هم زر د آسمان په لور پرواز اوکړي او د رَبِّ کريم نه د بسترې او څادر سوال کوي نو هغه ده ته عطا کړے شي، بيا د شپږم آسمان زر [1000] فرښتې د هغه سره راکوزې شي او قرآنِ کريم د مؤمن نه تپوس کوي چې تۀ زما په غير موجودګئ کښې ويريدلے خو نه وے زه د رَبِّ کريم خوا له ستا د پاره د بسترې او څادر راوړلو د پاره تلے ووم او  هغه مې راوړي دي ځکه اودريږه! چې دغه شان فرښتې بستره سَمه کړي، بيا فرښتې ډير په نرمئ سره هغه راپاڅوي او د هغه قبر د 400 کاله په مَزَل فراخه کړے شي بيا د هغه د پاره د اَذفَر نومې خوشبو لګيدلي شين ريښم اوغوړولے شي او د هغه سر او ښپو ته به د نرمو او غټو ريښمو بالښتونه کيښودے شي، د هغه سر او ښپو ته د جنّتي نور 2 ډيوے بَلې کړے شي کومې چې به تر قيامته بلې وي بيا ورله فرښتې په ښئ ډډه قبلې ته مخ کړي او هغه له جنّتي ياسمين ورکړي او لاړې به شي او بيا تر قيامته هغه او قرآن پاتې شي. قرآنِ کريم شپه او ورځ د هغه خبر د هغه کور والؤ ته رَسَوي او د هغه سره داسې اوسيږي لکه څنګه چې مهربانه پلار د خپل بچې سره اوسيږي، که چرې د هغه په اولاد کښې چا قرآنِ پاک اولوستلو نو قرآنِ کريم هغه له زيرے ورکوي او که چرې د هغه نه پس د هغه په اولاد کښې څوک بَدکاره وي نو قرآنِ کريم د هغه د اصلاح او بهترئ د پاره دُعا کوي.[1]

یہی ہے آرزو تعلیمِ قرآں عام ہو جائے               تلاوت کرنا صبح  شام  میرا کام ہو جائے


 

 



[1]... مسندِ بزار، جلد:7، صفحہ:97، حدیث:2655 ۔