Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

كيدلو، آخر كار چې كله يو زر تجربے ناكامه شوے نو د هغه شاګرد په نااُميدئ سره اووئيل: تاسو زر تجربے اوكړې او هره تجربه ناكامه شوي ده، مونږه صرف وخت ضائع كوو...!! د شاګر دا خبره ئې چې واوريدله نو سائنس دان په حيرانتيا سره اووئيل: دا ته څه وائې؟ ستا څه مطلب دے چې څه فائده نه ده شوې؟ مونږه په دې تجربو سره يو زر غلط دروازے بندې كړي دي، يعني د دې غلطيانو په وجه اوس د آئنده د پاره مونږه د يو زر غلطيانو نه بچ شو.

      اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! څنګه ښه سوچ دے...!! كه دا سائنس دان د خپل شاګرد په شان په غلطيانو باندې مايوسه شوے وے نو ناكامه شوے به وے خو هغه خپلو غلطيانو، ناكامو ته په ښه نظر اوكتل او د خپل دې ښه او مُثبت سوچ په وجه كامياب شو.

ترخه ماضي المِيَه نه ده اُستاذ دے

      تاسو ته يوه خوندوره خبره اوښائم، مونږه د خپل ژوند درد ناك اړخونو ته عام طور د الميے (يعني د درد تكليف نه ډك واقعات) نوم وركوو خو عقلمند او هوښيار خلق دې ته الميه نه وائي بلكه اَتالِيق (يعني اُستاذ) وائي. يعني زمونږه ماضـي زمونږ اُستاذ دے. دا د حكمت خبره ده، الله پاك مونږ ته ياداشت راعطا كړي دي، مونږه په غوښتلو هم د ماضي ډيرې خبرې نه هيروو....!! تاسو پيژنئ داسې ولے كيږي؟ زمونږه ياداشت، زمونږ ماضي مونږه د مستقبل سره جوړوي، مونږه ماضي په ياد ساتلو سره خپل مستقبل مقرر كوو، اوس د دې دوه صورتونه دي: (1) يا خو په خپله ماضي باندې پريشانه شئ، دې ته د الميے نوم وركړئ او خپل مستقبل هم مايوسه جوړ كړئ (2) يا بيا خپله ماضي