Book Name:Musbat Soch Ki Barkat
الله پاك دې مونږ ته هم د كمو خبرو، صرف او صرف د ضرورت خبره د خُلے نه ادا كولو او فضول خبرو نه د بچ كيدو توفيق را عطا كړې.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
یا ربّ نہ ضَرُورت کے سوا کچھ کبھی بولوں اللہ زباں کا ہو عطا قُفلِ مدینہ[1]
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکتبة المَدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتونو زده کولو يوه بھترینه ذريعه د دعوتِ اسلامي قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود
بُزرګانِ دينو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه كښې) دا دُرُود شریف په پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر کښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسو باندې