Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپلو مريدانو ته اوفرمائيل: د آخرت خوشحالئ په دې جهان (يعني دُنيا) كښې د توبه كولو په ذريعه حاصليږي.[1]

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! څومره ښكلے سوچ دے. څوك زمونږ سره بد اوكړي، مونږه خفه كړي، هغه ته دا هم وئيلے شي چې الله پاك دې برباد كړه، د دې په ځائے داسې دُعا اوكړئ: الله دې تا ته هدايت دركړې. هغه به سيدها شي، ستاسو تكليف به هم ختم شي. داسې د خپلو مسلمانانو وروڼو خلاف دُعا كولو نه بهتر دي چې مونږه مُثبت سوچ خپل كړو او د هدايت دُعا اوكړو. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د دې به بركتونه نصيب شي.

د بدګمانئ نه بچ شئ!

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د منفـي سوچ يو صورت بدګماني هم ده. ياد ساتئ! بدګماني حرامه او دوزخ ته بوتلونكے كار دے. الله پاك په قرآنِ كريم كښې فرمائي:

یٰۤاَیُّہَا الَّذِیْنَ  اٰمَنُوا اجْتَنِبُوْا کَثِیْرًا مِّنَ الظَّنِّ ۫ اِنَّ  بَعْضَ الظَّنِّ   اِثْمٌ   (پارہ:26، الحجرات:12)

[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: اے ايمان والؤ! د ډير زيات ګمان كولو نه بچ شئ بيشكه څه ګمان ګناه كيږي.

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې آيت كريمه كښې مونږه د زيات ګمانونو نه منع كړے شوي يو ځكه چې بعض ګمان ګناه هم وي. ياد ساتئ! د ګمان ډير قسمونه


 

 



[1]...کشف المحجوب، صفحہ:156۔