Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

كيږي، انسان ته ترقي او كاميابي ميلاويږي خو تاسو غور اوكړئ! مُثبت سوچ څومره ښه څيز دے چې د هغې په بركت سره مُستقبل

خو خائسته كيږي، او ورسره ورسره ماضـي هم ښكلي او شانداره جوړيږي. 

د ماضـي ترِخ يادونه

      په مونږ كښې به كيدے شي د هر يو سره د ماضي ترِخ يادونه وي، زمونږ د ژوند داسې څومره واقعات دي، كوم چې ياد كړو نو زړه مو په غم كښې ډوبيږي، څومره داسې يادونه دي، چې په سوچ كولو سره مونږه پريشانه كيږو، بعضې خو د حوصلے بيللو ښكار كيږي، د بعضو بلډ پريشر زياتيږي. كه مونږه اوغواړو نو زمونږه دا ترِخ ماضـي هم زمونږ د پاره د سكون او اطمينان بلكه د آخرت د ثواب ذريعه جوړيدے شي، بس د دې د پاره مُثبت سوچ خپلول دي. په حديثِ پاك كښې دي: يو مسلمان نارينه يا زنانه ته څه تكليف اورسي او هغه ډير پخوا تير شوے وي (يعني كلونه ئې تير شوي وې)، اوس بيا كله هغه مصيبت ور ياد شي او اِنَّا لِلّٰہ اولولي نو الله پاك به هغه ته هم هٰغه ثواب عطا كړي كوم چې د مصيبت راتللو په وخت ميلاؤ شوے وو.[1]

                                                   اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! څومره ښكلي خبره ده، زمونږه د تيرې شوي زمانے هغه ترِخ يادونه، كوم چې هغه مونږه پريشانه كوي، كه مونږه ښه سوچ جوړ كړو، د صبر نه كار واخلو، د الله پاك په رِضا باندې راضي اوسيدلو ذِهن جوړ كړو، په حديثِ پاك كښې بيان شوے عمل اوكړو نو كله كله چې مونږ ته هٰغه ترِخ يادونه را ياد شي، هٰغه هٰغه وخت به زمونږ د پاره د ثواب ذريعه جوړىږي.


 

 



[1]...مسندِ امام احمد،جلد:1 ،صفحہ:545،حدیث: 60۔