Book Name:Musbat Soch Ki Barkat
د دې نه معلومه شوه، چې مونږه كوم يو كار كول غواړو، كه كاميابي غواړئ نو دا يو څو كارونه ضرور اوكړئ: (1) د دې كار د ماهرينو سره مشوره اوكړئ (2) بيا چې كله د مشورې كولو نه پس كار شروع كول غواړئ نو پخه اراده اوكړئ (3) او په الله پاك باندې بروسه ساتئ. د حضرت عبدُ الله بِن داؤد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوشوه: توَكُّل څه ته وائي؟ اوئې فرمائيل: اَنَّ التَّوَکُّلَ حُسْنُ الظَّنِّ بِاللّٰہ يعني په الله پاك باندې د ښه ګمان ساتلو نوم توَكُّل دے.[1]
معلومه شوه، د كاميابئ بنيادي شرطونو نه يو شرط دا دے چې مونږه هر يو نيك يا جائز كار كول غواړو، د دې كار په باره كښې د الله پاك نه د رحمت اميد اوساتو، ښه ګمان او يقين اوساتو، مُثبت سوچ خپل كړو مثلاً * توبه مو اوكړه، رښتيني توبه مو اوكړه، د توبے چې كوم شرائط دي، هغه پوره كړئ، اوس اُمِّيد اوساتئ چې الله پاك به توبه قبوله كړي * لمُونځ مو اوكړو، اوس اُمِّيد ساتئ چې الله پاك به زما لمُونځ قبول كړي * كاروبار مو شروع كړو، كومې چې د هغې تقاضے وې، هغه مو پوره كړې، اوس د كريم ربّ د رحمت نه اُمِّىد ساتئ چې هغه به كاميابي در كړي * علم زده كوئ، د خپل طرف نه مو په محنت كولو كښې څه كمے نه دے پريښودے، اوس اُمِّىد ساتئ چې په امتحان كښې به كاميابي نصيب كيږي.
غرض بنده دې د هر كار تقاضے پوره كوي، محنت دې ښه كوي، د خپل طرف نه