Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

شان مُعامَله كووم.[1]

جو   سوچتا   ہوں،   وہی   بات   ہونے  لگتی  ہے

جُڑا   ہوا   ہے   زمانہ   مرے  گمان  کے   ساتھ

     معلومه شوه چې مونږه څنګه سوچ كوو، هم هغسې نتيجه به ميلاويږي، مُثبت سوچ كوو نو مُثبت نتيجے به ميلاويږي، منفي سوچ كوو نو منفـي نتيجے به ميلاويږي، لِهٰذا هميشه د الله پاك د رحمت نه ښه اُمِّيد ساتئ، ښه سوچ كوئ، ښه ګمان ساتئ! حضرت جابِر بِن عبدُ الله رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل وصال ظاهري نه درے ورځې مخكښې نصيحت كولو سره اوفرمائيل: ‌لَا ‌يَمُوتَنَّ ‌أَحَدٌ ‌مِّنْكُمْ ‌إِلَّا وَهُوَ يُحْسِنُ بِاللهِ الظَّنَّ  په تاسو كښې دې چا ته مرګ رانشي خو دا چې هغه په الله پاك باندې نيك ګمان ساتي.[2]

       اوګورئ! مونږه د خپل مرګ وخت نه پيژنو، كيدے شي اوس مرګ راشي، كيدے شي چې سبا او كيدے شي چې لا اوس يو څو كاله ژوندي پاتي شو،

      غرض دا چې مونږ ته د خپل مرګ د وخت پته نشته او زمونږه خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نصيحت كوي، فرمائي چې مرګ په دې حالت كښې راشي چې تاسو په الله پاك باندې نيك ګمان ساتئ، د دې نتيجه به څه را اوځي؟ هم دا چې هر وخت او هر ساعت په الله پاك باندې نيك ګمان ساتئ!

بد ګمان ساتل د هلاكت سبب دے

      په يو روايت كښې دي، حُضُورِ اكرَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: په تاسو كښې دې هيڅ چا ته مرګ رانشي خو دا چې هغه د الله پاك نه نيك ګمان ساتي، بيا ئې


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد: 3، صفحہ: 306۔

[2]...مسند ابی یعلیٰ، مسند جابر، جلد:2، صفحہ:149، حدیث:1908۔