Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

دومره ژوند په نيكو كښې تير كړے وے نو پرهيزګاره به جوړ شوے ووم خو افسوس ما په ګناهونو كښې ژوند تير كړو. داسې افسوس! بهترين عبادت دے.[1]  

      اے عاشِقانِ رسول! دا د اسلام خوږ خوږ تعليم دے! د خپل ژوند نه كه خو، د ماضي په واقعاتو باندې دړد مند كيدل، كاش كاش كول، دا ټول څه پريږدئ! ښه مُثبت سوچ خپل كړئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د ماضي ترِخ تكليفونه او يادونه به در ته تكليف نه در رسوي، بلكه په ډىرو صورتونو كښې به د ثواب ذريعه جوړه شي.

د ماضـي نه زدكړه اوكړئ!

      زمونږه زيات خلق عام طور په خپل ماضي باندې افسوس كوي، آه! زما سره دا شوي وو، زما نه ډيره غټه غلطي شوي وه، زما خو قسمَت داسې دے وغيره. زمونږه دا عادت زمونږه ماضي ترِخه جوړوي، كه مونږه مُثبت سوچ خپل كړو، په ماضي باندې د افسوس كولو په ځائے د ماضي نه زده كول شروع كړو نو زمونږه دا ترِخه ماضي به ښكلي او خائسته جوړه شي.

يو زر غلط دروازے بندې شوے

      يو سائنس دان چا چې د بجلئ بلب ايجاد كړے وو، هغه يو ځل په خپل يو پروجيكټ باندې كار كولو، په دې پروجيكټ كښې د كاميابئ د پاره هغه يو زر تجربے اوكړے خو هر ځل به ناكامه كيدلو، هغه به بيا بيا كوشش كولو، هر ځل به ناكامه كيدلو، د دې باوُجود هغه مايوسه نه وو خو د هغه شاګرد په دې ناكامئ باندې مايوسه


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:7، صفحہ:113 خلاصۃً۔