Book Name:Musbat Soch Ki Barkat
اوفرمائيل: يو قوم وو كوم چې د الله پاك سره بد ګمان ساتلو هلاك كړو. الله پاك هغوئي ته اوفرمائيل:[1]
وَ ذٰلِکُمْ ظَنُّکُمُ الَّذِیْ ظَنَنْتُمْ بِرَبِّکُمْ اَرْدٰىکُمْ فَاَصْبَحْتُمْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ (۲۳) (پارہ:24، حم السجدۃ:23) [مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: او دا ستاسو هغه ګمان وو كوم چې تاسو په خپل رب باندې كړے وو دې ګمان تاسو هلاك كړئ نو اوس د نقصان اوچتوونكو نه شوئ.
په تفسیر صراطُ الجنان كښې دي: د دې آيت نه معلومه شوه چې د الله پاك په باره كښې بد ګمان ساتل د كافرانو طريقه ده او بد ګمان ساتلو والا به د هغه خلقو نه وي كوم چې هلاك كيدونكي او نقصان اوچتوونكي دي.[2]
د كاميابئ د پاره ښه سوچ ضروري دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په هر يو كار كښې د كاميابئ د پاره قرآنِ كريم مونږ ته كوم تعليم راكړے دے، هغه دا دے:
وَ شَاوِرْہُمْ فِی الْاَمْرِ ۚ فَاِذَا عَزَمْتَ فَتَوَکَّلْ عَلَی اللّٰہِ ؕ اِنَّ اللّٰہَ یُحِبُّ الْمُتَوَکِّلِیْنَ (۱۵۹) (پارہ: 4، آل عمرٰن:159)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: او په كارونو كښې د هغوئي نه مشوره اخله، بيا چې كله د يوے خبرې پخه اراده اوكړې نو په الله باندې بروسه اوكړه. بيشكه الله د بروسه كوونكو سره محبت كوي.