Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

دې څه كمے نه پريږدي، بيا دې دا پوخ اُمِّىد ساتي چې الله پاك به ما هيڅ كله نه مايوسه كوي، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د هغه د رحمت نه به ضرور كاميابي نصيب كيږي. داسې د الله پاك نه هميشه ښه اُمِّىد ساتئ، بد ګمان مه ساتئ، مثلاً زما قِسمَت خراب دے، ما ته خو هډو كاميابـي ميلاويدے نشي، زما سره هميشه بد كيږي، زه چې څومره هم كوشش اوكړم، نتيجه صِفَر راځي وغيره، داټول د بد ګمانونو مثالونه دي. ښه سوچ كوئ، د الله كريم د رحمت نه نيك ګمان ساتئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! محنت به مو رنګ راوړي او كاميابي به مو قدمونه ښكلوي.

تدبیر کے  دستِ  رنگیں  سے  تقدیر  درخشاں  ہوتی  ہے

قدرت بھی  مدد  فرماتی  ہے  جب کوششِ انساں ہوتی  ہے

په ژبه ښه الفاظ راوړئ!

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ اكثر خلق د مايوسئ منفـي خبرې كوي، يا پخپله مايوسه كيږي يا د خپلو منفـي خبرو په ذريعه نور مايوسه كوي، مثلاً   *  په تا كښې به كله هم عقل را نشي * ته به هميشه ناكامه پاتې كيږې * ته يو كار هم په صحيح طريقے سره هډو كولے نشې  * ستا په قسمَت كښې خواري ليكلے شوي ده * ته به ټول ژوند ناكامه اوسې، عام طور مور و پلار خپل اولاد ته داسې خبرې كوي. دا ډيرې غلطې خبرې دي. د الله پاك د رحمت نه ښه اُمِّىد ساتئ! آيا بےعقله عقلمند كول د الله پاك په قدرت كښې نه دي؟ بالكل دي. آيا يو ناكامه ته كاميابي وركول، د الله پاك په اختيار كښې نشته؟ بالكل شته دے. آيا مونږه د چا