Book Name:Musbat Soch Ki Barkat
اے عاشقانِ رسول! اَلْـحَـمْـدُ لـِلّٰـه د دعوتِ اسلامي آئى. ټـي ډيپارټمنټ له طرفه د عوامو د آسانئ د پاره يو موبائل ايپلي كيشن جاري كړے دے چې نوم ئې دے: : Al Quran Al kareem (القرآن الكريم). دا اَيپلي كيشن Android او IOS ډاؤن لـوډ كړئ او انسټال ئـې كړئ! په دې موبائل ايپلي
كيشن كښې * مكمل قرآنِ پاك لوستلو * او د مختلفو قاريانو په آواز كښې د قرآنِ كريم اوريدلو سهولت موجود دے * د دې سره سره يو مخصوص سورت يا آيت هم Bookmark كولے شئ يعني بار بار لوستلو والا سورت يا آيت هم د Bookmark په ذريعه په آسانه لوستلے شئ. دا ايپلي كيشن په خپل موبائل كښې انسټال كړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب وركړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان په آخرہ كښې د سُنّت فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدار رِسالت ، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي:
مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـى فَقَدْ اَحَبَّنِـى وَمَنْ اَحَبَّنِـى كَانَ مَعِـىَ فِـى الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.[1]
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد