Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

كور به جنَّت جوړ شي، كله به هم جنګ جګړې نه وي، په كورونو كښې فساد، جنګونه د دې څيز (يعني دې نبوي انداز) هيرولو په وجه وي.

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! څنګه ښكلے تعليم دے. الله دې اوكړي چې مونږه دا انداز خپلولو كښې كامياب شو.

د دُعا په مُعامَله كښې هم مُثبَت اوسئ!

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دُعا په مُعامَله كښې هم مونږ له مُثبَت اوسيدل پكار دي، زمونږه د بُزُرګانِ دينو ډير ښكلے سوچ وو، دې نيك خلقو نورو ته د ښيرو كولو په ځائے ښې ښې دُعاګانے كولے.

      حضرت ذُو النُّون مِصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئے ولئ كامل دے، يو ځل هغوئي د خپلو مريدانو سره په كشتئ كښې سفر كولو، د مخے نه يوه كشتئ را روانه ليدلے كيدله، په دې كشتئ كښې سواره خلقو سندرے وئيلے او په درياب كښې يو شور زوَګ ئې جوړ كړے وو، د حضرت ذُو النُّون مِصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مريدانو عرض اوكړو: جناب! دُعا اوكړئ! چې الله پاك دا ټول غرق كړي د پاره د دې چې د دوئي د سپيروالي نه د الله تعالٰى مخلوق پاك شي. حضرت ذُو النُّون مِصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اودريدلو او لاس ئې اوچت كړل داسې دُعا ئې  اوغوښتله: اے الله پاكه! تا چې څنګه دوئي ته په دُنيا كښې خوشحالي وركړي ده، داسې په آخرت كښې ورته هم خوشحالئ عطا كړې.

       د هغوئي دا دُعا چې ئې واوريدله نو مريدان ډير زيات حيرانه شول. خىر! كله چې هغه كشتئ نِزدې راغله، څنګه چې د دې خلقو نظر په حضرت ذُو النُّون مِصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې پريوتلو نو ټول په ژړا شو، هغوئي د سندرو باجو سامان مات كړو او رښتينې توبے كولو سره د نيك لارې مُسافِر جوړ شو.

      په دې باندې حضرت ذُو النُّون مِصري