Book Name:Musbat Soch Ki Barkat
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه د رحمت او عبرت نه ډكه واقعه واوريدله، د دې نه مونږ ته د زده كړې دوه خبرې ميلاويږي.
وړومبئ خبره خو دا د زده كولو ميلاؤ شوه چې مونږ له هيڅ كله هم څوك حقير (يعني سپك) نه دي ګڼل پكار. نور حقير ګڼل تكبر دے او تكبر ډير زيات نقصاني باطني بيماري ده. زمونږه خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: حَسْبُ امْرِئٍ مِّنَ الشَّرِّ اَنْ يَّحْقِرَ اَخَاهُ الْمُسْلِمَ د بنده د بدئ د پاره دا كافي دي چې هغه خپل مسلمان ورور سپك اوګڼي.
يو ځل حضرت لُقمان حكيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل بچي ته نصيحت كولو سره اوفرمائيل: ځويه! ستا عقل تر هٰغه وخته پورې نه شي مكمل كيدے تر څو پورې چې ته ټول انسانان د خپل ځان نه بهتر اونه ګڼې....!!
الله پاك دې مونږ ته عقلمندي نصيب كړې، د تكبر د آفت او د ټولو ظاهري باطنـي مرضونو نه محفوظه كړې. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوب انساں کو کرتی ہے رُسوا جب زباں بے لگام ہوتی ہے
گر تکبّر ہو دِل میں ذَرَّہ بھر سُن لو جنّت حرام ہوتی ہے[1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد