Book Name:Musbat Soch Ki Barkat
ساتونكي مسلمانانو زيات
شمير په دې وخت بدګمانئ كښې نښتي دي * چا ته په موبائل باندې فون
كوئ او هغه ئې اوچت نه كړي نو بدګماني * د خاوند توجه بي بي طرف ته
كمه شوه نو فوراً د خواښې نه بدګماني * د بچي توجه كمه شوه نو فوراً د اِنګور نه بدګماني * د يوے كارخانے نه د ښه
نوكرئ نه فارغه شو نو د دفتر د يو كس نه بدګماني * په كاروبار كښې
نقصان اوشو نو د نزدې دكاندارانو وغيره نه بدګماني
* تنظيمي طور د توقع خلاف
خبره اوشوه نو د ذِمه وارانو نه بدګماني
* د اجتماعِ ذِكر ونعت په
انتظاماتو كښې كمزوري پيښه شوه نو فوراً د انتظام كوونكو نه بدګماني * په اجتماعِ ذِكر
ونعت كښې يو كس حركت كوي يا ژاړي نو بدګماني
* يو بُزرګ يا پير د خپلو مريدانو وغيره د
ترغيب د پاره خپله واقعه بيان كړه نو فوراً د هغوئي نه بدګماني * چا قرض اخستے دے
او هغه سره رابطه نه كيږي يا د چا نه ئې مال بُك كړے دے هغه نه ميلاويږي نو
بدګماني * چا ترې وخت اخستے دے او هغه په راتلو كښې ناوخته كړو
نو بدګماني * د فلاني سره په لږ وخت كښې ګاډي، ښه كور او نور
سهوليات راغله نو فوراً بدګماني، هغه مشهور شو نو بدګماني. غرض چې په خبره خبره
باندې بدګماني، بدګماني، بدګماني...!!
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بدګمانئ نه د بچ كيدو د پاره د هغې په نقصانونو باندې غور اوكړئ! (1) د چا په باره كښې مو چې بدګماني كړي ده، كه د هغه مخے ته مو د دې اظهار اوكړو نو د هغه زړه خفه كيدے شي او د شرعي اجازت نه بغير د