Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

(2) هميشه مُثبَت سوچ ساتئ!

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې واقعے دويمه خبره دا د زده كولو ميلاؤ شوه چې مونږ له هميشه مثبت سوچ ساتل پكار دي. اوګورئ! په دې واقعه كښې زمونږه مخے ته دوه كرداره دي: (1) په هغوئي كښې يو ګنهګار دے، د هغه ژوند په ګناهونو كښې تير شوے دے، تر دې پورې چې د هغه د بد كردار او ګناهونو د عادتونو په وجه هغه ته به خَلِیْعُ بَنِیْ اِسْرَائِیْل (يعني د بنـي اسرائيلو د ټولو نه بے حيا انسان) وئيلے كيدل. (2) دويم عبادت ګزار دے، د هغه ژوند په عبادت كولو، نيكو ګټلو، ښه كار كولو كښې تير شوے دے، بنـي اسرائيلو به هغه ته عَابِدُ بَنِیْ اِسْرَائِیْل (يعني د بنـي اسرائيلو عبادت ګزار) وئيلو. دا دوه كرداره دي، دې دواړو صرف يو يو كار كړے وو او هغه كار داسې وو كومو چې د دې دواړو ماضـي [يعني تيره شوي زمانه] مكمل طور د الف نه تر يا پورې بدله كړه، هغه كار څه وو: يو سوچ. عبادت ګزار منفـي سوچ اوكړو، د يو كلمه لوستونكي په باره كښې په زړه كښې د نفرت جذبات راوړل، د هغې د سپيروالي نه د هغه د ژوند ټولې نيكئ ضائع شوے او بل طرف هغه كوم چې ګنهګار وو، هغه ښه سوچ اوكړو، مُثبت سوچ ئې خپل كړو، پخپله ئې خپل ځان ګنهګار شميرلو او دويم ئې عبادت ګزار ګڼلو، د ښه سوچ، ښه اراده او ښه ګمان سره د هغه عبادت ګزار خواته اورسيدو، د هغه د دې ښه سوچ په بركت سره د هغه ټول ګناهونه وران كړے شول او د هغه تك تور تير شوے ژوند خائسته او ښكلے اوګرځولے شو.

     دا دے د مُثبت سوچ برَكت...!! مونږه اورو چې د مُثبت سوچ په ذريعه مُستقبل ښه