Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

قبولې شي * يو لوئے بركت دا دے چې د سحر لمَانځه نه د اشراق لمَانځه پورې په جمات كښې حصاريدل د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي په دې باندې د عمل كولو سعادت به ميلاؤ شي * د حديثِ پاك مطابق څوك چې د سحر لمَانځه نه پس په ذِكرُ الله كښې مشغول اوسي، بيا د اشراق، څاښت نوافل اداكړي، هغه به د دوزخ اور نه سوزوي.[1]

ويزے ميلاؤ شوے

يو اسلامي ورور تقريباً 14 كالو نه په بَهَر وطن كښې وو او د شپږو كالو

نه د دعوتِ اسلامي مدني ماحول سره تعلق دے. هغلته د هغه خپل كاروبار دے. هغه ته يو ځل په خپله كارخانه كښې د كار كوونكو ضرورت پيښ شو. هغه د ويزو د پاره بار بار درخواستونه جمع كړل، خو د ډيرو كوششونو باوُجود ويزې مِلاؤ نه شوے. څو كاله داسې تير شو هغه ډير پريشانه وو ځكه چه د نوكرانو نشتوالي په وجه هغه ته نقصان رسيدل پيښيدل. خير هغه همَّت اوكړو او يوځل ئې بيا درخواست جمع كړو. په دې دوران كښې يو اسلامي ورور هغه ته د ”شجره قادريه رضويه ضيائيه عطاريه“ نه د شجره عاليه دُعائيه اشعارو لوستلو مشوره وركړه. هغوئي د شجرې شريفې نه دُعائيه اشعار په پابندئ سره لوستل شروع كړه. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! شجره قادريه رضويه ضيائيه عطاريه  لوستلو په بركت د هغه هٰغه كار  چه د څو كالو نه نه كيدلو د حيرانتيا په طور په يو څو ورځو كښې اوشو او هغه ته ويزې ملاؤ شوے.[2]

مُشْکِلیں حَل کر شَہِ مُشکل کُشا کے واسِطے      کر بَلائیں رَد شہیدِ کربَلا کے واسِطے[3]


 

 



[1]... شعب الایمان، باب فی الصیام، جلد:3، صفحہ:420، حدیث:3957۔

[2]...شرح شجرہ قادریہ عطاریہ، صفحہ:175۔

[3]...حدائقِ بخشش، صفحہ:148۔