Book Name:Musbat Soch Ki Barkat
دي، په هغې كښې 3 دا دي:
(1) واجب، لكه د الله پاك سره ښه ګمان ساتل (2) مستحب، لكه د نيك مسلمان سره نيك ګمان ساتل (3) حرام، لكه د الله پاك سره بد ګمان كول، داسې د مومِن سره بد ګمان كول دا هم حرام دي. [1]
د الله بندګانو! وروڼه وروڼه شئ!
د حضرت ابوهريره رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے، چې رسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: خپل ځان د بدګمانئ نه بچ كړئ چې بدګماني بد ترين دروغ دي، د يو بل ظاهري او باطنـي عيبونه مه لټوئ، حرص مه كوئ، حسد مه كوئ، بغض مه كوئ، د يو بل نه مخ مه اړوئ او اے د الله بندګانو وروڼه وروڼه شئ.[2]
د چا په باره كښې بدګماني مه ساتئ!
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د افسوس خبره ده چې زمونږ په خلقو كښې بدګماني عامه شوي ده، د بعضو خلقو خو طبيعت داسې جوړ شوے دے چې د هغوئي په زړونو كښې د چا مُتَعَلِّق ښه سوچ هډو راځي نه، بس په خبره خبره باندې بدګماني كوي، مور و پلار، اولاد، ورور، خور، خاوند، بي بي، خواښې، اِنګور، سخر، زوم، ورندار، اندرور او ټول د كور خلق او خاندان، اُستاذ، شاګرد، سيټهـ نوكر، سوداګر ګاهك، افسر او مزدور، الغرض داسې لګي چې په ټولو ديني دُنياوي شعبو كښې تعلق