Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

كښې ښه ګمان اوكړو. په حديثِ پاك كښې دي: حُسْنُ الظَّنِّ مِنْ حُسْنِ الْعِبَادَۃِ يعني ښه ګُمان د ښه عبادت نه دے. [1]

      مُفَسِّرِ قرآن، حكيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي اَحمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په شرح كښې ليکي: يعني د مسلمانانو په باره کښې ښه ګُمان کول، د هغوئي په باره کښې بدګُماني نه کول، دا هُم د ښو عبادتونو نه يو عبادت دے. [2]

      ځكه هميشه ښه سوچ كوئ، د چا په باره كښې بد او منفـي خيالونه را هم شي نو ختم ئې كړئ! د ښه ګمان اړخونو راويستلو كوشش اوكړئ! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د ثواب موقعے به در نصيب شي، سوچ به مو هم پاك او صفا شي، د جنګ جګړو نه به هم د ډير حده پورې خلاصے ميلاؤ شي، ستاسو كردار به هم سُترا ښكلے شي او په خلقو كښې به مو عِزَّت جوړ شي. الله پاك دې په هره مُعامله كښې مونږ ته د مثبت سوچ خپلولو، ښه سوچ كولو، ښه كار كولو او د الـلّٰـه د رحمت نه ښه اُمِّـيد ساتـلو تـوفيق را

نصيب كړې.  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار: د تفسير اوريدلو اورولو حلقه

         اے عاشِقانِ رسول! په زړه كښې عشقِ رسول زياتولو، په سُنَّتونو باندې د عمل كولو، نيك لمُونځ ګزاره جوړيدلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره شامل شئ! د ذيلي حلقے په 12 ديني كارونو كښې هم ښه حِصَّه واخلئ!


 

 



[1]...ابو داؤد، کتاب الادب، باب فی حسن الظن، صفحہ:781، حدیث:4993۔

[2]...مرآۃ المناجیح، جلد:6، صفحہ:621۔