Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

وضاحت: يعني الله پاك عدل فرمائې نو لوئے لوئے نيكوكار، عبادت ګزار هم رپيدلو اولړزيږي او كه فضل فرمائي نو زما په شان ګنهګاران هم بخښلے كيږي.

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! د چا په موجوده حالت باندې د خپل ځان له طرفه پخپله حكم لګول، د هغه د مستقبل په باره كښې منفـي سوچ خپلول په ځينې صورتونو كښې څومره نقصان ده كيدے شي...؟ په حديثِ پاك كښې دي: لَا تَاْلُوْا عَلَی اللہِ  په الله پاك باندې قَسَم مه خورئ! (يعني د الله پاك قَسَم خوړلو سره دا مه وائې چې د فلاني سره به داسې كيږي).[1]

      الله پاك ډير مهربانه ، زيات رحم كوونكے دے، د هغه د رحمت نه هيڅ كله مايوسه كيدل نه دي پكار. هميشه مُثبت سوچ كوئ، مُثبت وينا كوئ، د الـلّٰـه پاك د رحمت نه نيك اُمِّيد لرئ، اِنْ شَآءَ الـلّٰـہُ الْــکَرِیْــم! د دې به

مُثبت نتيجے ميلاويږي.

الله پاك دې اوكړي چې ستا هډوكي مات شي...!!

      د يوے مور دردناكه واقعه ده، د هغه يو ځلمے ځوئ وو، كوم چې ډير نيك، د مور سره حسنِ سلوك كوونكے وو، هغه تعليم حاصل كړو، په كار كولو كښې مصروفه شو، ګټه به ئې كوله، د خپلې مور خدمت به ئې كولو او د خپل والد صاحب سره به ئې په كار كولو كښې مدد كولو، مور و پلار د خپل بچي نه ډير زيات خوشحاله وو، د هغه د والد يو زوړ كور وو، هغه ئې ړنګ [يعني وران ئې] كړو او بيا ئې جوړول غوښتل، يوه ورځ هغه ځلمے هلته د كار جانچ كولو د پاره هغه زوړ كور ته اورسيدلو، د كار جانچ


 

 



[1]...معجم الكبیر، ابو عبدالرحیم خدلد بن ابی یزید...الخ، جلد:4، صفحہ:334، حدیث:7823۔